Monday, 22 June 2009

د افغانستان اقتصاد ته کتنه

د تجارت د غوړېدو په لور نوي ګامونه


د ثور په مياشت كې د امريكا متحدو ايالتونو ته د افغانستان او پاكستان د ولسمشرانو سفر او هلته د درې واړوهيوادونو د ولسمشرانو كتنې ته د نړۍ مطبوعاتو پراخ انعكاس وركړ.

د نړۍ مطبوعاتو دې سفر ته تر ډېره حده د له تروريزم سره د مقابلې په چوكاټ كې وكتل او دغه ملاقاتونه يې له مسلح طالبانو او القاعدې سره د نړيوالې ټولنې د روانې مبارزې لپاره مفيد وبلل خو دې سفر يو بل اړخ هم درلود چې د افغانستان او پاكستان لپاره يې د پام وړ بريا بللى شو. واشنګټن ته د افغانستان او پاكستان د چارواكو د دې سفر په وخت دغو دواړو هيوادونو موافقه وكړه چې د تجارتي مالونو د لېږد په اړه د نوي تړون د كولو لپاره به خبرې پيلوي او په دې سلسله كې به د روان ميلادي كال تر پايه پورې يوې موافقې ته سره رسېږي.

افغانستان او پاكستان په لومړي ځل په ۱۹۶۵ ميلادي كال كې يوه تجارتي موافقه سره وكړه چې افغان ترانزيت ټرېډ اګريمنټ يا په مخفف ډول اې، ټي ، ټي ، اې نومېږي. د دې موافقې په اساس افغانستان كولاۍ شي چې خپل مالونه د پاكستان له لارې له ترانزيتي محصوله پرته ولېږدوي.

دا په هغه وخت كې د تجارت د غوړولو لپاره يو مفيد ګام و. مګرد تړون په لاسليك باندې څلورڅلوېښت كاله تېر دي. په دې موده كې په سيمه كې اقتصادي اتحاديې جوړې شوې دي.

شوروي اتحاد ړنګ شوى او د منځنۍ اسيا هيوادونه اوس له خپلو جنوبي هيوادونو سره د تجارتي او اقتصادي اړيكو د پراختيا په فكر كې دي. چين او هند د نړۍ په مهمو اقتصادي هيوادونو بدل شوي دي. افغانستان له اوږدې كورنۍ جګړې د راوتلو په حال كې دى او د نړيوالې ټولنې پام دومره ډېر ورته اوښتى چې په تېر تاريخ كې يې سارى نه ليدل كېږي. دغه راز په تېرو څو څلوېښتو كلونو كې ترانسپورتي ټكنالوژي ډېر تغيير كړى دى او افغانستان اوس د ايران له لارې هم له سمندر سر ه وصل شوى دى. دغو او ځينو نورو واقعيتونو ته په پام سره له اوږدې مودې راهيسې په پخوانۍ موافقه كې د تغيير ضرورت احساسېدۀ.

افغان لوري د بدلانۀ د ضرورت په اساس د يوۀ نوي ترانزيتي تړون مسوده برابره او د دوه زره اتم كال په اپريل كې يې پاكستان ته ورواستوله خو پاكستاني لوري په تړون باندې غور ته پام ونه كړ.

له نېكه مرغه د روان كال د ثور په مياشت كې واشتنګن ته د ولسمشر كرزي او ولسمشر زرداري د سفر په وخت كې د دې تړون موضوع هم مطرح شوه او دواړو ملكونو موافقه وكړه چې په تړون باندې به خبرې پيل كېږي او د روان ميلادي كال تر پايه پورې به د دواړو ملكونو تر منځ د ترانزيت دا نوى تړون لاسليكېږي.



د ترانزيت د تړون په اړه نوي تفاهم ته د رسېدو په غونډه كې د امريكا خارجه وزيره مېرمن هيليري كلينټن هم ناسته وه. هغې په مذاكراتو كې له پرمختګه وروسته خبريالانو ته وويل چې دا يوه تاريخي پېښه وه. په دې اړه په تېرو درې څلوېښت كلونو كې پرمختګ نه و شوى خو اوس وشو.


دا نوى تړون افغانستان ته ولې اهميت لري؟ پاكستان ولې تر اوسه پورې د ترانزيت د نوي تړون په اړه خبرو او په دې برخه كې پرمختګ ته زړۀ نه ښۀ كاوه؟ پاكستان اوس ولې حاضر شوى دى چې له افغانستان سره د ترانزيت په پخواني تړون كې بيا كتنه وكړي او يوۀ نوي تړون ته غاړه كېږدي؟ دا هغه پوښتنې دي چې په دې ليكنه كې هڅه كوو چې رڼا ورباندې واچوو.


لكه څنګه چې مو وويل په تېرو څو څلوېښت كلونو كې په سيمه او دنيا كې د تجارت په كاروبار كې ډېر تغييرات راغلي او د نړۍ سياسي او اقتصادي واقعيتونه بدل شوي دي. اوس پكار ده چې نويو شرايطو ته په پام سره داسې موافقه وشي چې د دواړو هيوادونو او ټولې سيمې په ګټه وي.


د ۱۹۶۵ كال د موافقې په وخت د اسيا د جنوبي سيمې د هيوادونو تر منځ د اقتصادي اتحاديې تصور هم موجود نه و خو اوس د جنوبي اسيا هيوادونه د منطقوي همكارۍ په يوه اتحاديه كې شامل دي چې سارك يې بولو. سارك سازمان په ۱۹۸۵ كې جوړ شو. په دغه سازمان كې هند، پاكستان، بنګله دېش، سريلانكا، نيپال، بوتان او مالديپ شامل شول. افغانستان د دوه زره اووم كال په اپريل كې د جنوبي اسيا د دې اتحاديې د اتم غړي په توګه عضويت تر لاسه كړ. د دغه سازمان د غړيو هيوادونو مجموعي نفوس يو نيم ميليارد كسانو ته رسېږي او له دې اړخه د سيمه ايزو همكاريو تر ګردو مهم سازمان دى. د دې لپاره چې د سارك هڅې نتيجه وركړي نو ډېره ضروري خبره دا ده چې د غړيو تر منځ يې تجارتي اړيكې وغوړېږي.


د افغانستان له لوري د ترازيتي موافقې په نوې وړانديز شوې مسوده كې دا خبره هم شامله ده چې پاكستان به افغانستان ته اجازه وركوي چې د واګې بندر له لارې ( د لاهور او امرتسر تر منځ بندر ) له هند سره تجارت وكړي. د ۱۹۶۵ كال د ترانزيتي تړون مطابق پاكستان دا مكلفيت نه درلود چې هندي مالونو ته اجازه وركړي چې د پاكستان د خاورې له لارې افغانستان ته وارد شي خو د نوې موافقې په مسوده كې لولو چې پاكستان به د خپلې خاورې له لارې اجازه وركوي چې افغانستان او هندوستان خپلې تجارتي اړيكې وساتي او وپالي.


كه چېرې له شوي تفاهيم ليك سره سم د روان ميلادي كال تر پايه پورې پاكستان دا موافقه لاسليك كړي نو افغانستان به نه يوازې هند او نورې جنوبي اسيا ته مځكنۍ لاره ومومي بلكې د ګوادر له بندره استفاده به هم ورته اسانه شي او په سپين بولدك او تورخم سربېره به د افغانستان او پاكستان تر منځ د نورو بندرونو چارې هم يوۀ نوي پرمخ تللي پړاو ته داخلې شي. همدا اوس د افغانستان او پاكستان تر منځ عملا لس بندرونه موجود دي خو د ۱۹۶۵ كال په ترانزيتي تړون كې يوازې د تورخم او سپين بولدك ذكر شوى دى. نوى تړون به دا نور بندرونه هم په حقوني او قانوني لحاظ په يوه نوې پرمختللې پړاو كې داخل كړي چې ورسره به د افغانستان او پاكستان تر منځ د سرحد دواړو غاړو ته د تجارت او اقتصاد په كاروبار كې لوى تحرك راشي او نوى دوران به پيل شي.


په ۲۰۰۰-۲۰۰۱ كال كې چې د طالبانو د حكومت وروستى كال و د افغانستان او پاكستان د ټول تجارت حجم يو سلو نهۀ شپېتۀ ميلونه او اته سوه دوه دېرش زره ډالره و ، حال دا چې دغه اندازه په ۲۰۰۷-۲۰۰۸ مالي كال كې يو زر او دوه سوه پنځه دېرش ميليونه ډالرو ته ورسېده. په ۲۰۰۰-۲۰۰۱ ميلادي كال كې افغانستان ته د پاكستان ټول صادرات يو سلو څلوېښت ميليونه ډالره كېدل خو په ۲۰۰۷-۲۰۰۸ كال كې افغانستان ته د پاكستان صادرات يو زر او يو سل او درې څلوېښت ميليونه ډالرو ته ورسېدل. كه دغو ارقامو ته وګورو نو له يوې خوا وينو چې په تېرو اوو كلونو كې د پاكستان او افغانستان تر منځ راكړه وركړه څو برابره زياته شوې ده او له بلې خوا وينو چې د دې راكړې وركړې موازنه همېشه د پاكستان په ګټه وه. په ۲۰۰-۲۰۰۱ مالي كال كې افغانستان، پاكستان ته د نهۀ ويشت نيم ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات لرل چې په ۲۰۰۷-۲۰۰۸ كال كې دغه اندازه يو نوي مليون ډالرو ته ورسېده. يعنې په تېرو اوو كلونو كې د افغانستان صادرات پاكستان ته درې برابره زيات شوي دي خو په مقابل كې په همدې موده كې د پاكستان د صادراتو اندازه افغانستان ته له يو سلو لس ميلونه ډالره څۀ باندې زر ميليونه ډالرو ته رسېدلې ده . يعنې په اوس وخت كې تجارتي بيلانس لس ، يولس برابره د پاكستان په ګټه دى. سوال دا دى چې د دواړو ملكونو تر منځ د تجارت د دومره غوړېدو، پراخېدو او د پاكستان په ګټه د شرايطو له بدلېدو سره سره ولې پاكستان تر اوسه پورې حاضر شوى نه دى چې د افغانستان له خوا وړانديز شوې نوې موافقه ومني ؟ ويل كېږي چې دا اوس په واشنګټن كى شوى پرمختګ هم تر ډېره حده د امريكا د متحدو ايالتونو د خارجه وزيرې د فشار نتيجه وه چې پاكستان دا ومنله چې د روان ميلادي كال تر پايه پورې به له افغانستان سره نوې ترانزيتي موافقه لاسليك كړي.

دې پوښتنې ته د ځواب لپاره درې خبرې كېږي. يو خو دا خبره كېږي چې پاكستان دې ته چمتو نه دى چې هندي مالونه د پاكستان د خاورې له لارې افغانستان او منځنۍ اسيا ته لاړ شي . پخوا پاكستاني لوري دا ويل چې تر څو پورې د كشمير موضوع نه وي حل شوې پاكستان ته دا مشكله ده چې هند ته په خپله خاوره كې د مالونو د لېږد اجازه وركړي. پاكستان ظاهرا د كشمير د موضوع په سر باندې د دواړو هيوادونو د روابطو خرابوالي او په نتيجه كې د هند له خوا د پاكستان په خاوره كې احتمالي امنيتي ستونزو ته اشاره كوله چې دغسې ترانزيتي اجازه يې ممكن را منځ ته كړي. خو د اكثرو كارپوهانو په اند د پاكستان دا استدلال تر ډېره حده پورې هسې يوه پلمه وه. ځكه همدا اوس هم هر كال په زرګونو هندوستانيان پاكستان ته سفر كوي او په تېره بيا سيكهان د خپلو مقدسو ځايونو د زيارت لپاره هر كال په ډېر شمېر كې پاكستان ته راځي. پاكستان نه يوازې د دغو سيكانو په راتګ كې ستونزې نه جوړوي بلكې دغسې سفرونو ته يې هڅوي هم. همدا د اپريل په تېره مياشت كې د پاكستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني د هندوستان د سيك زايرانو يو پلاوى خپل حضور ته ومانۀ . په دې كتنه كې يوسف رضا ګيلاني، هندي سيكانو ته وويل چې پاكستان د دوى د سفر د اسانتيا لپاره نورو اقداماتو ته هم چمتو دى.

نو كه چېرې د هندوستانيانو تګ راتګ د پاكستان امنيت ته خطر پېښوي د سك زايرانو رانګ ولې دا مشكلات نه شي پېښولاى؟

له بلې خوا پاكستان د خپلې خاورې له لارې هندوستان ته د ايران د ګازو د پايپ لاين له تېرېدو سره موافقه كړې ده او ليوال دى چې دغه پروژه ژر عملي شي . نو كه په هند باندې فشار راوړل د پاكستان اصلي مقصد وي بيا خو د هند او افغانستان تر منځ د تجارت تر ازادۍ د دغه پايپ لاين اقتصادي اهميت خورا زيات دى .

دغه راز كه له هند سره د تجارت زياتېدا او راكړې وركړې د پاكستان لپاره مشكلات پيدا كولاى نو پاكستان به د سارك د منطقوي سازمان په موسسو غړيو كې شامل نه و. دغه سازمان خو جوړ شوى همدې ته دى چې د غړيو هيوادونو تر منځ سياسي او اقتصادي اړيكې مظبوطې شي.

د پاكستان د رېلوې له احصاييې سره سم له كراچۍ څخه افغانستان ته د مالونو لېږد او انتقال د اورګاډي دې ادارې ته د كال زر ميليونه پاكستانۍ روپۍ ګټه رسوي. په دې سربېره د پاكستان لارۍ هم د افغاني مالونو د لېږد په كار وبار كې په سلګونو ميليونه كلدارې ګټه كوي چې دقيقه اندازه يې لا تر اوسه معلومه شوې نه ده. له بلې خوا افغانستان ته وركړي تجارتي امتياز زرګونو پاكستانيانو ته د كار فرصت پيدا كړى دى .

اوس كه نوې موافقه كېږي او د پاكستان په خاوره كې ترانزيتي او تجارتي فعاليتونه لا زيات غوړېږي ، نو د پاكستان به طبعا ګټه زياتېږي او چې داسې ده نو پاكستان تر وروستيو وختونو پورې ولې نوې موافقې ته تمايل نه دى ښودلى؟

افغانستان ته د ترانزيت د نوي امتياز په وركولو كې د پاكستان د نه تمايل په اړه بله خبره دا كېږي چې د ۱۹۶۵ كال د تړون په نتيجه كې افغان سوداګرو د افغانستان تر ضرورت زيات شيان خپل هيواد ته وارد او دغه اضافي شيان يې بېرته په قاچاقي لارو پاكستان ته واستول چې په نتيجه كې يې د پاكستان د توليداتو بهير ته زيان رسېدلى دى. د پاكستان په خيبر ايجنسي ، پېښور، چمن، كوټه او راولپنډۍ كې موجود باړه بازارونه د هغو مالونو د قاچاق پيداوار بلل كېږي چې افغان سوداګر يې د پاكستان له لارې له نورو ملكونو راواردوي او بېرته يې پاكستان ته قاچاقوي.
پاكستان له دې بهير سره د مقابلې لپاره په يو زره او نهۀ سوه شپږنويم ميلادي كال كې د هغو اولس قلمه مالونو لسټ خپوركړ چې ګويا بېرته پاكستان ته قاچاق كېدل او د پاكستان خپلو صنايعو ته يې تاوان رساوۀ. په دغو اقلامو كې تلويزيون هم شامل و. له احصاييو سره سم په ۱۹۹۶-۱۹۹۷ مالي كال كې د پاكستان صنعتي واحدونو دوه اويا زره سيټه تلويزيونونه توليد كړل. خو د نوې پاليسۍ په بركت چې په افغان سوداګرو يې د تلويزيونونو سوداګري بنده كړه نو تر ۱۹۹۹-۲۰۰۰ كال پورې د پاكستان د صنعتي ادارو د تلويزيون د توليد اندازه د كال دوه سوه اته اتيا زره سيټه ته ورسېده. په پاكستان كې د اقتصاد ګڼ ماهران وايي چې په دغه هيواد كې د تلويزيون د صنعت د چټكې ودې يو لوى علت په ۱۹۹۶ كال كې په افغان سوداګرو باندې لګېدلى بنديز و.
په دوه زره يو ميلادي كال كې د پاكستان حكومت دا لسټ نور هم اوږد كړ او اوه قلمه نور مالونه يې هم پكې شامل كړل.

برقي سامان آلات ، موټر سايكل، سګريټ، كيمياوي مواد او د موټرو پرزې په هغو مهمو اقلامو كې شامل وو چې د پاكستان حكومت يې د پاكستان له لارې افغانستان ته انتقال منع كړ.

خو افغان حكومت دغه بنديزونه د ۱۹۶۵ كال د تړون د روحيې خلاف وبلل او په پاكستاني لوري يې فشار راوړ چې لسټ ختم كړي. د افغاني لوري د فشار په نتيجه كې پاكستان د دوه زره دويم كال په مارچ كې يوازې شپږ قلمه مالونه په ممنوعه ليسټ كې پرېښودل نور يې له لسټه وايستل. د دوه زره پنځم كال په اګسټ كې د لسټ اندازه نوره كمه شوه او يوازې درې قلمه يعنې سګريټ، د موټر پرزې او غوړي په ممنوعه لسټ كې پاتې شول. په دوه زره شپږم كال كې غوړي هم له لسټه وايستل شول.

په پاكستان كې استدلال كېږي چې د افغانستان بازارونه د هغو ټولو مالونو د جذب وس نلري چې افغان سوداګر يې د پاكستان په لاره له بهرنيو ملكونو راواردوي . دوى وايي د دغو مالونو لويه برخه بېرته پاكستان ته قاچاق كېږي او د پاكستان د خپلو صنايعو د ودې مخه نيسي.

همدا وجه ده چې ځينې پاكستاني اقتصاد پوهان افغانستان ته د تجارتي اميتازونو وركړه د خپل ملك په تاوان بولي.

د ترانزيت د نوې موافقې په منلو كې د پاكستان د ترديد او زړۀ نازړۀ والي په اړه بله خبره دا كېږي چې پاكستان د افغانستان د تجارت د محدودولو په ذريعه غواړي چې دغه ملك د خپلو مالونو په انحصاري ماركيټ بدل كړي او افغانان همېشه خپل ملك ته محتاج وساتي.

پاكستان همدا اوس د افغانستان اول درجه تجارتي شريك دى. د نړيوال وجهي صندوق له معلوماتو سره سم، همدا اوس د افغانستان د ټولو وارداتو اوۀ دېرش فيصده له پاكستانه راځي. اروپايي اتحاديه د افغانستان په وارداتو كې دويم او امريكا دريم مقام لري. د افغانستان د ټولو وارداتو پنځلس اعشاريه نهۀ فيصده له اروپا او دولس اعشاريه پنځه فيصده له امريكا پوره كېږي.
كه څه هم هندوستان له افغانستان سره نژدې اړيكې لري او د افغانستان په انكشافي پروژو كې يې لويه برخه اخيستې ده خو بيا هم د افغانستان يوازې شپږ فيصده اعشاريه څلورفيصده مالونه له هنده راځي او دا ځكه چې د هند او افغانستان تر منځ خورا لنډه لاره همدا د پاكستان لاره ده او چې پاكستان په دې لاره باندې انتقال ته اجازه ورنه كړي نو بيا خو هندي مالونه د افغانستان په بازراونو كې ډېر خريدار نه شي پيدا كولاى.

د مثال لپاره به خوراكي توكي ياد كړ. افغانستان له وريجو او غنمو رانيولې تر لبنياتو پورې ډېر خوراكي توكي له پاكستانه راواردوي . د پاكستان په څنګ كې په پوله باندې د هندوستان د پنجاب ايالت پروت دى چې د هندوستان د اكثرو زراعتي او خوراكي پيدا وارو اصلي مركز دى. اوس كه پاكستان اجازه وركولاى چې د واګې ، لاهور او پېښور له لارې د هندي پنجاب خوراكي مواد د كابل او جلال اباد بازارونو ته راشي نو بيا به پاكستاني خوراكي موادو ته افغانستان د اوس په اندازه محتاج نه و او بلكې هندي مالونو به پاكستاني پيداوارو ته ماتې وركړې واى ځكه په هندي پنجاب كې نسبت پاكستان ته په زراعت كې له پرمختلې تكنالوژي استفاده كېږي او هلته زراعتي پيداوار ارزانه دي.

مګر اوس كه يو افغان سوداګر وغواړي چې له هندي پنجابه دغه پيداوار افغانستان ته رانقل كړي نو اول خو به يې د موټر يا اورګاډ ي په ذريعه ممبۍ ته لېږدوي چې دا پخپله تر زر كيلومتره ډېره فاصله ده او د لارۍ يا اورګاډي كرايه يې ډېرې پيسې كېږي . بيا چې دا مال التجاره د ممبۍ له لارې په بېړيو كې څو زره كيلومتره واټن كچ كوي او د ايران بندرونو ته رسېږي او له هغه ځايه د ايران په خاوره كې د لاريو په ذريعه افغاني خاورو ته لېږدول كېږي نو د كرايې مصارف يې خورا لوړېږي او په افغاني او د مركزي اسيا په بازارونو كې له چيني او پاكستاني مالونو سره د رقابت وس له لاسه وركوي. د ځينو ماهرانو په نظر پاكستان له همدې كبله نه غواړي چې د واګې له لارې د هند – افغان تجارت اجازه وركړي.

نو ايا اوس ولې هيله من واوسو چې پاكستان به د ترانزيت نوې موافقه ومني؟
هغوى چې د افغانستان او پاكستان تر منځ د نوې موافقې لاسليكولو ته خوشبينه دي هغوى وايي چې د هند، ايران او افغانستان تر منځ د تجارت درې اړخيزه موافقه او د افغان تجارت په مخ باندې د ايران د چاه بهار بندر پرانستل د دې سبب كېږي چې پاكستان اوس خپل انحصاري جغرافيايي موقعيت له لاسه وركړي. پاكستان اوس پوهېږي چې كه نور هم د انحصاري حالت ساتلو ته ادامه وركړي نو افغانستان مجبورېږي چې د ايران له لارې نويو لارو ته مخه كړي او بيا به داسې وخت راشي چې پاكستان ته به نه د افغانستان او نه د مركزي اسيا بازارونه اړتيا لري.

د هند، ايران او افغانستان تر منځ د تجارتي اتحاد د جوړولو مفكوره په اول ځل په ۱۹۹۵ ميلادي كال كې د ايران د هغه وخت ولسمشر هاشمي رفسنجاني وړاندې كړه. خو په هغه وخت كې افغانستان په خورا بد حالت كې و. افغانستان د جګړه مارو ډلو په لاس كې و او د تجارت د انكشاف لپاره عملا هيڅ امكانات نه و.
وروسته بيا د ۲۰۰۳ كال په جنوري كې هند، ايران او افغانستان په تهران كې يو مهم تړون لاسليك كړ چې د هغه په اساس به د ايران سيستان بلوچستان ايالت له افغانستان سره وصل كېږي او ايران به د پاكستان له ګوادر بندره يوازې څو سوه كيلومتره لرې په چاه بهار كې يو نوى بندرجوړوي چې د دغو دريو هيوادونو د تجارتي راكړې وركړې لپاره به استفاده ورنه كېږي.

دغه پروژه چې له هند سره د افغانستان او مركزي اسيا په وصلولو كې لوى اهميت لري د روان ميلادي كال په ابتدا كې تكميل او د جنوري په وروستۍ اونى كې ولسمشر حامد كرزي او د هند خارجه وزير پارناب مكرجي په شريكه پرانيستله. د دې پروژې په بشپړېدو سره افغانستان د نيمروز په ساحه كې د دوه سوه شل كېلومتري پاخۀ سړك له لارې د ايران له ساحلي ښارګوټي چاه بهار سره وصل شو.

د دې سړك په جوړېدو باندې يو سل او پنځوس ميليونه ډالره ولګېدل چې دا ټولې پيسې هندوستان وركړې. دغه سړك د دلارام په ساحه كې د افغانستان د هرات، كندهار او كابل له لويې لارې سره وصل شوى دى.

د موافقې په اساس په چاه بهار بندر كې به د افغانستان د صادراتو نوي فيصده بندري فيس او پنځوس فيصده د ګودامونو كرايه د ايران په غاړه وي. دغه راز د افغانستان باري لارۍ به دا اجازه لري چې د مالونو د لېږد لپاره تر چاه بهاره لاړې شي او راشي. بايد ياد ولرو چې د ۱۹۶۵ كال په ترانزيتي موافقه كې پاكستان ، افغانستان ته دغه دوه امتيازه نه و وركړي. له بلې خوا د چاه بهار په بندر كې د ايران اسلامي جمهوريت د هندوستان لپاره هم امتيازات منلي دي .
هندوستان له اوزبكستان او تركمنستان سره تر وار مخكې تجارتي تړونونه لاسليك كړي دي او اوس هغه وخت را رسېدلى دى چې هند د پاكستان خاورې ته له اړتيا پرته له افغانستان او مركزي اسيا سره خپل تجارتي تعلقات وغځوي. د سرحد صوبې د سوداګرۍ د خونې د مرستيال محمد اسحاق په قول ، د چاه بهار – دلارام د لارې فعالول كولاۍ شي چې د پاكستان ترانزيتي اهميت ته لوى ګوزار وركړي.

په دې كې شك نشته چې كه پاكستان اوس هم له خپلې لارې د تجارت اجازه وركړي او هندوستان پرېږدي چې له افغانستان او مركزي اسيا سره وصل شي نو دا لنډه او ارزانه لاره ده خو كه دې شي ته حاضر نه شي نو هندوستان او افغانستان ته په چاه بهار كې منل شوې اسانتياوې به ورو ورو د پاكستان ترانزيتي اهميت كم كړي.

همدا وجه ده چې پاكستان د واشنټكن د تفاهم ليك امضا كولو ته راضي شوى دى او دا امكان ډېر دى چې د افغانستان د تجارت وزارت له خوا د نوي ترانزيتي تړون په باب د دوه زره اتم كال په اپريل كې وړانديز شوې مسوده د روان كال تر ختمېدو دمخه ومني.


په وروستيو كلونو كې چې له چاه بهار بندر سره د افغانستان د لارو د وصلولو كار روان و، پاكستان له افغانستان سره په تجارت كې د ځينو مثبتو ګامونو اخيستلو ته تيار شو چې په حقيقت كې له چاه بهار بندر سره د مقابلې په مقصد هڅې وې. په دغو كې ځينې هڅې دا دي:


يو، پاكستان په دې راضي شو چې د ۱۹۶۵ كال په ترانزيتي تړون كې په بيا كتنه غور وكړي.

دوه، پاكستان له افغانستان سره د پانګونې د خوندي توب تړون لاسليك كړ چې په دې ډول د دواړو هيوادونو پانګه والو ته د يوبل په خاوره كې پانګونه اسانه او ډاډمنه شي.

درې، افغانستان او پاكستان موافقه كړې ده چې د يو بل په خاورو كې د خپلو ملي بانكونو څانګې پرانيزي.

څلور، پاكستان موافقه كړې ده چې د دواړو هيوادونو تر منځ د تجارت د ودې لپاره د چمن- سپين بولدك – كندهار په منځ كې د اورګاډي كرښه وباسي او په دې ډول كندهار د پاكستان د اورګاډي له لويې شبكې سره وصل كړي.

پنځه، پاكستان د ممنوعه اقلامو لسټ يوازې دوه قلمو ته راكم كړى دى.

په دې كې شك نشته چې افغانستان ته د وارد شويو مالونو يو ه برخه بېرته پاكستان ته ځي او په پاكستان كې د صنعت په وده باندې منفي اثر كوي . مګر صاحب نظران دا هم وايي چې كه چېرته د پاكستان او افغانستان تر منځ تجارتي اړيكې په لازمه اندازه وغوړېږي نو بيا به د سرحد دواړو لوريو ته محروم ساتل شوي قبايل مجبور نه وي چې د يوې ګولې ډوډۍ د ګټلو لپاره د قاچاق خطرناك كار ته مخه كړي. دغه راز د پخو لارو جوړول او په دغو سيمو كې د تمدن له غوړېدو سره مرسته به دلته كاروبار او اقتصاد وغوړوي او د قبايلو خلك به دا مجبوريت نه احساسوي چې باړه بازارونه جوړ كړي. د ډېورنډ لاين د كرښې په غاړو كې اقتصادي وروسته والى د دې سبب وګرځېد چې دا سيمه د نړۍ په خورا نا كراره سيمه بدله شي. اوس چې نړۍ په دې سيمه كې د امنيت د ټينګولو لپاره څومره پوځي مصارف كوي د دغو مصارفو ډېره وړه برخه يې هم كه په دې سيمه كې د اقتصاد په انكشاف لګولې واى، نو شايد حالا ت اوس هاغسې خراب نه واى لكه اوس چې يې وينو.

Sunday, 21 June 2009

Suggestions from God - Salah tul Istikhara

Suggestions from God - Salah tul Istikhara

"Istikhara" means to seek goodness from Allah (Exalted is He), meaning when one intends to do an important task they do istikhara before the task. The one who does the istikhara is as if they request Allah Almighty that, O the Knower of Unseen (Exalted is He) guide me if this task is better for me or not?

According to Bukhari, Volume 2, Book 21, Number 263:
Narrated Jabir bin 'Abdullah :The Prophet (Sallal Laho Alaihi Wasallam) used to teach us the way of doing Istikhara, in all matters as he taught us the Suras of the Quran. He said, "If anyone of you thinks of doing any job he should offer a two Rakat prayer other than the compulsory ones and say (after the prayer):

WAY TO PERFORM ISTIKHARA:
First pray Two Cycles (raka') of ritual Prayer (nafil) such that in the first raka' after Surah Fatiha (Allhamd…) recite Surah al-Kafirun (Chapter 109) and in the second raka' after Fatiha (Allhamd…) recite Surah al-Ikhlas (Chapter 112). After finishing prayer recite this (supplication/dua'): Dua in Arabic Text above.

TRANSLATION: "O Allah! I seek goodness from Your Knowledge and with Your Power (and Might) I seek strength, and I ask from You Your Great Blessings, because You have the Power and I do not have the power. You Know everything and I do not know, and You have knowledge of the unseen. Oh Allah! If in Your Knowledge this action ------------------------------------------------ (which I intend to do) is better for my religion and faith, for my life and end [death], for here [in this world] and the hereafter then make it destined for me and make it easy for me and then add blessings [baraka'] in it, for me. O Allah! In Your Knowledge if this action is bad for me, bad for my religion and faith, for my life and end [death], for here [in this world] and the hereafter then turn it away from me and turn me away from it and whatever is better for me, ordain [destine] that for me and then make me satisfied with it."

How many times?
It depends. Sometimes it takes only once to get the answer and sometimes it takes longer. It is better to do istakhara seven (7) times. If you have received an answer as explained in the section below, stop doing istikhara. You do not have to continue to do isitkhara for 7 days. It is better that right after reciting the supplication, given above, sleep with ablution (people who cannot keep the ablution for longer times due to health problems do not have to worry about ablution before falling asleep) facing the direction of the Qibla (facing the Qibla is not required but it is a Sunnat of our beloved Prophet Peace Be Upon Him). It is better to recite salutations (durood/ salawat) on the Prophet Allah's Grace and Peace be upon him before and after the above Dua (supplication).

Answer:
If in the dream one sees whiteness (means any thing white in color, for example: milk, white paper, white sky, white clothes, white light etc.) or greenness (means any thing green in color, for example: grass, plants, trees, green clothes, green light etc.) then understand that this task is better and if one sees redness (means any thing red in color, for example: blood, red clothing, red fruit, red light etc.) or blackness (means any thing black in color, for example: black water, black light, black clothings, black sky, black wall etc. ) then understand it is bad and avoid it.

If do not remember any dream or do not see any colors then follow your heart. Whatever intention grows stronger in your heart regarding your targated work follow it after seven days of Istakhara.

Monday, 1 June 2009



مرحوم امير حمزه شينواری

حمزه شينوارى د مرحوم ملک مير باز خان اشرف خېل شينواري زوى ،چې پر (1907 ع ) کال د لنډي کوتل په خوزه خېلو کښې يې په يوې اسلامي درنې کورنۍ کښې سترګې غړولي دي. لومړنۍ زده کړه يې د لواړګې په لومړني ښوونځي کښې پېل کړه او ورسره يې د دري او عربي ژبو د نحوې، صرف او فقهې مقدماتي کتابونه هم له استادانوزده کړل .بيا د پېښور په اسلاميه کالج کښې شامل شو.

د درس تر څنګه به يې اردو اشعار او نثرونه ليکل او د پېښور د پښتو اکاډمۍ مشر ( موليناعبدالقادر ) ته به يې ښودل. دهغه په اشعارو کښې د خوشحال بابا ، عبدالرحمان بابا او حميدبابا ،مير زاغالب او علامه اقبال الهامات هم ځليدلي دي، خو په پښتني ادب کښې ، نوى اسلوب اوسبک لري. حمزه بابا له تحصيل وروسته،د تورخم په سياسي اداره کښې ، د پاسپورټ دڅانگې مامور وټاکل شو او پلار يې د تورخم د اور گاډي د ادارې منتظم و ؛ نو حمزه بابا هم د اورگاډي په اداره کښې سياره دنده واخستله او د هند گڼو ښارونو ته يې سفرونه وکړل.

د بمبيي ښار ،چې د هنري فلمونو دجوړولو مرکز و ، لومړى يې دچويو فلمونه په جوړولو کښې فعاله ونډه واخيسته ، بيا يې په وياندو فلمونو کښې ، په ( 1941 ع) کال کښې د ( ليلا مجنون ) ، ( پيغلې )، ( يوسف خان اوشهربانو ) او ( علاقه غير ) فلمونه سمبال کړل.

د حمزه بابا په زړه کښې به ، هميشه د تقوا او عرفان ډيوه بلېدله ، نو په ( 1931 ع) کال کښې ، چې د حيرت آباد او اجمير له سفره پېښور ته را ستون شو ، له سيد عبدالستار شاه ( باچاجان ) پيرڅخه يې ، د چشتيه تصوفي طريقې لاس نيوى وکړ او په ( 1937 ع) کال کښې يې د خپل پير د نظر لاندې د (بزم ادب ټولنه ) او بيا يې د پښتو ( ولسي ادبي جرگه ) جوړه کړه .په ( 1940ع) کښې حمزه بابا ، دستر متصوف عبدالرحمن بابا پر مزار پښتو مشاعرې پېل کړې ، له بلې خوا حمزه بابا داردو ژبې د ادبي هنري او عرفاني ( اداره ادبيه ) ټولنې بنيادي غړى هم و؛ نو ار دو ليکنې به يې په پښتو او پښتو آثار به يې په اردو ژبه کښې ژباړل.

سربېره پر دې ، حمزه بابا د لنډو او اوږ دو کيسو کتابونه ، مقالې او ډرامې په پښتو ژبه کښې وليکلې ، چې په ډله ييزو خپرونو کښې خپاره شوي دي. همدغه راز حمزه بابا د ارواښاد بايزيد انصاري پير روښان د ادبي _عرفاني (رنسانس)او د ارواښاد خوشالخان خټک بابا د مبارزو د حماسي غورځنگ پېر تازه او ځلاندکړ؛نو د ادب دمشعل ،د غزل د بابا او د تصوف د لار ښود پر صفاتو وستايل شو. حمزه بابا د ( نهج البلاغه ) ، ( ارمغان حجاز) او ( جاويد نامه ) پر کتابونو شرحې وليکلې ، چې د پېښور په (( پښتو اکاډمى )) او د کراچۍ په (( اقبال اکاډمۍ )) کښې‌ چاپ شوې او د هغه (1300) غزليات په څلورو ټو کونو کښې را ټولې شوې.

ارواښاد حمزه بابا د فطري ذکا ، ذوق او نبوغ د لرلو له لامله پر خپلې مورنۍ ژبه پښتو ، اردو انگريزۍ ، دري ، او عربي ژبو پوره پوهيده . هغه په (1994ع) کال کښې د ( 87) کلونو پر عمر مړ شو اود لنډي کوتل په خپل کلي کښې خاورو ته سپارل شوى دى.

د حمزه بابا د غزل یوه بیلګه

غزل

پرېږده چې لوظونه د دروغو دې رښتيا کړم
ته راته سبا سبا کوه زه به بېګا کړم

توان لرمه دا چې د ماضي نه خراج واخلم
زه به پخوانی شمه ستا مينه به پخلا کړم

برند که حوادث دي د وختونو په ککو کې
زه به حوصله هم پښتنه ورته پيدا کړم

لا يې د سپين مخ خالونه شمېرم اوزګار نه يم
پرېږده الواته به د سپوږمۍ په لورې بيا کړم

ستا په اننګو کې د حمزه د وينو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم