Saturday, 21 February 2009

امير حمزه شينواری





مرحوم امير حمزه شينوارى د مرحوم ملک مير باز خان اشرف خېل شينواري زوى ،چې پر (1907 ع ) کال د لنډي کوتل په خوزه خېلو کښې يې په يوې اسلامي درنې کورنۍ کښې سترګې غړولي دي. لومړنۍ زده کړه يې د لواړګې په لومړني ښوونځي کښې پېل کړه او ورسره يې د دري او عربي ژبو د نحوې، صرف او فقهې مقدماتي کتابونه هم له استادانوزده کړل .بيا د پېښور په اسلاميه کالج کښې شامل شو. د درس تر څنګه به يې اردو اشعار او نثرونه ليکل او د پېښور د پښتو اکاډمۍ مشر ( موليناعبدالقادر ) ته به يې ښودل. دهغه په اشعارو کښې د خوشحال بابا ، عبدالرحمان بابا او حميدبابا ،مير زاغالب او علامه اقبال الهامات هم ځليدلي دي، خو په پښتني ادب کښې ، نوى اسلوب اوسبک لري. حمزه بابا له تحصيل وروسته،د تورخم په سياسي اداره کښې ، د پاسپورټ دڅانگې مامور وټاکل شو او پلار يې د تورخم د اور گاډي د ادارې منتظم و ؛ نو حمزه بابا هم د اورگاډي په اداره کښې سياره دنده واخستله او د هند گڼو ښارونو ته يې سفرونه وکړل . د بمبيي ښار ،چې د هنري فلمونو دجوړولو مرکز و ، لومړى يې دچويو فلمونه په جوړولو کښې فعاله ونډه واخيسته ، بيا يې په وياندو فلمونو کښې ، په ( 1941 ع) کال کښې د ( ليلا مجنون ) ، ( پيغلې )، ( يوسف خان اوشهربانو ) او ( علاقه غير ) فلمونه سمبال کړل. د حمزه بابا په زړه کښې به ، هميشه د تقوا او عرفان ډيوه بلېدله ، نو په ( 1931 ع) کال کښې ، چې د حيرت آباد او اجمير له سفره پېښور ته را ستون شو ، له سيد عبدالستار شاه ( باچاجان ) پيرڅخه يې ، د چشتيه تصوفي طريقې لاس نيوى وکړ او په ( 1937 ع) کال کښې يې د خپل پير د نظر لاندې د (بزم ادب ټولنه ) او بيا يې د پښتو ( ولسي ادبي جرگه ) جوړه کړه .په ( 1940ع) کښې حمزه بابا ، دستر متصوف عبدالرحمن بابا پر مزار پښتو مشاعرې پېل کړې ، له بلې خوا حمزه بابا داردو ژبې د ادبي هنري او عرفاني ( اداره ادبيه ) ټولنې بنيادي غړى هم و؛ نو ار دو ليکنې به يې په پښتو او پښتو آثار به يې په اردو ژبه کښې ژباړل. سربېره پر دې ، حمزه بابا د لنډو او اوږ دو کيسو کتابونه ، مقالې او ډرامې په پښتو ژبه کښې وليکلې ، چې په ډله ييزو خپرونو کښې خپاره شوي دي. همدغه راز حمزه بابا د ارواښاد بايزيد انصاري پير روښان د ادبي _عرفاني (رنسانس)او د ارواښاد خوشالخان خټک بابا د مبارزو د حماسي غورځنگ پېر تازه او ځلاندکړ؛نو د ادب دمشعل ،د غزل د بابا او د تصوف د لار ښود پر صفاتو وستايل شو. حمزه بابا د ( نهج البلاغه ) ، ( ارمغان حجاز) او ( جاويد نامه ) پر کتابونو شرحې وليکلې ، چې د پېښور په (( پښتو اکاډمى )) او د کراچۍ په (( اقبال اکاډمۍ )) کښې‌ چاپ شوې او د هغه (1300) غزليات په څلورو ټو کونو کښې را ټولې شوې. ارواښاد حمزه بابا د فطري ذکا ، ذوق او نبوغ د لرلو له لامله پر خپلې مورنۍ ژبه پښتو ، اردو انگريزۍ ، دري ، او عربي ژبو پوره پوهيده . هغه په (1994ع) کال کښې د ( 87) کلونو پر عمر مړ شو اود لنډي کوتل په خپل کلي کښې خاورو ته سپارل شوى دى.