مسواک د غاښو طبیعتي برس
مسواک مخکې له اسلام څخه پیژندل شوي وو، خو اسلام د مسواک کارولو ته یوه دیني بڼه ورکړه.
د ستر پیغمبر ځینې لارښونې:
حضرت محمد مسلمانانو ته لارښونه وکړه چې هره ورځ خپل غاښونه په مسواک سره پاک کړي، په ځانګړې توګه د خوب څخه د راپاڅیدو په مهال، د اودس کولو په مهال، د لمانځه د ادا کولو څخه وړاندې، د ویده کیدو څخه وړاندې، کور ته د ننوتو په مهال او کله چې خوله بد بوی ولري.
د مسواک د کارونې په اړوند زیات احادیث شته، د بیلګې په توګه:
حضرت عایشې له حضرت محمد څخه روایت کوي: "لس څیزونه د یو کس د طبیعي حالت برخې دي: د بریتونو برابرونه، د ږیرې پریښودنه، د مسواک کارونه، د پزې سوڼول، د نوکانو پرې کونه، د لاسونو مینځنه، د تخرګ د ویښتو اخیستنه، د نامه څخه لاندې د ویښتو اخیستنه او د اوبه نه ضایع کول." مسلم
د دې سربیره، حضرت محمد د مسواک ارزښت داسې بیانوي چې فرمایي: "که چیرې زما امت ته ګرانه نه پریوته، ما به خپل امت ته امر کړئ وای چې په هر اوداسه او لمانځه کې مسواک وکاروي."
طبي موندنې:
مسواک د غاښونو د بُرس کولو لپاره یو طبیعتي آله ده. مسواک د یوې ځانګړې صحرايي ونې د ریښو او ښاخونو څخه لاسته راځي او د یوې سیمې څخه تر بلې سیمې توپیر لري، مګر د عربانو په سیمه او په آسیا کې د یو قسم ونې څخه چې (ارک) نومیږي تر لاسه کیږي. د مسواک تر ټولو مشهور قسم د همدې ونې څخه لاسته راځي، او دا همغه راز مسواک دي چې حضرت محمد به ترې کار اخیسته. د دې علمي نوم سالوادورا پرسیکا دی. په ځانګړې توګه دا هغه ونه ده چې د استوا د کرښې د ګرمو هیوادونو په دښتو او درو کې موندل کیږي. د سعودي عربستان په سویل ، یمن، سوډان، مصر او په ځینو نورو ځایونو کې په زیاته کچه موندل کیږي.
سالوادورا پرسیکا (د مسواک د ونې علمي نوم) یوه وړه، همیشه زرغونه ونه ده چې پیرړوالۍ یې د یو فټ څخه زیات نه دی او لوړوالۍ یې درې مترو ته رسیږي. پاڼې یې وړې، پیرړې او بیضوي شکل لري.
مسواک همدا راز د نورو ونو څخه هم لاسته راځي. د بیلګې په توګه په افریقا کې، مسواک د لیمو، نارنجو او یا مالټو له ونو څخه او په امریکا کې د سنا(جلاپ یا جولاب) له ونو څخه لاسته راځي.
له دې امله چې د ارک ونه ډیره مشهوره وه، او حضرت محمد ترې د مسواک لپاره کار اخیستی په علمي توګه وڅیړل شوه. دغه لاندې په خلص ډول د مسواک په هکله ځینې علمي موندنې دي.
د مسواک روغتیایي اغیزې:
په فزیکي توګه مسواک یو طبیعي د غاښو بُرس دی. مسواک د نغښتو ويټامنو په لرلو د عادي بُرس په توګه کار کوي، خو یوازې فرق یې دا دی چې مسواک طبیعي او بُرس د پلاستيکي موادو څخه جوړ شوی دی. له همدې امله ده چې مسواک ډیر نرم او ملایم دی.
د مسواک طبیعي کریم له ګڼو مادو څخه جوړ شوی دی، کوم چې د غاښونو د پاکولو لپاره ډیر مهم دي. ډیرو څیړنو مسواک په ژوره توګه څیړلی دی، او دایې ښودلې ده چې مسواک لس بیلابیل طبیعي کیمیاوي مواد لري کوم چې د خولې او غاښونو د روغتیا لپاره ګټور ګڼل کیږي.
دا لاندې هغه کیمیاوي مواد دي چې په مسواک کې موندل کیږي:
فلورایډ، سلیکا، ټانیک اسید، کنډ، القلي(سلوادورین)، سلفر، ويټامن سي، سودیم بای کاربونیت، کلوراید، کلسیم او داسې نور.
پدې کې ځینې داسې دي چې د غاښونو د داغونو په لیری کولو او سپینولو کې مهم ګڼل ګیږي. ځینې یې انتی سیپتیکې خواص لري او ځینې د نسجونو په رغولو او بیارغاونه کې مهم دي، ځینې یې د غاښونو د ځلا لپاره او ځینې یې خولې ته ښه بوی او خوند ورکوي.
د مسواک او بُرس تر منځ علمي فرق:
یوه ایتوپیایي پوهنتون چې پر مسواک او بُرس یې علمي څیړنې کړي دي دا څرګنده کړه چې مسواک نسبت بُرس ته د خولې د رسوباتو په لمنځه وړلو کې ډیر ګټور او اغیزمن دی. دې څیړنې همدا راز د مسواک کارونه هم په علمي توګه ښولې ده.
مسواک باید څرنګه وکارول شي:
د مسواک د جوړونې لپاره باید د ارک د ونې څخه یو ښاخ پرې کړی شي او وروسته یې د ۱۰ یا ۲۰ سانتي مترو په اندازه پرې کړئ او پیرړوالۍ یې باید له ۴ څخه تر ۱۵ ملي مترو پورې محدود وي. کیدای شي ځینې له دې اندازې هم پلن او پیرړ وي.
تازه مسواک په رنګ کې نسواري او د یوه ګرم او خوندور بوی لرونکي دي. ځینې خلک مسواک د څوکې په برخه کې لږ لوڅ او بیا یې وژويي تر څو تار تار شی، او په خوله کې د وهلو سره د ارام احساس وشي.
د مسواک د کارونې لارې چارې:
د مسواک کارونه د بُرس د کارونې سره دومره زیات توپیر نلري، د بېلګې په توګه عمودي او افقي بُرس کړنه.
د بُرس پر مهال باید پام وشي چې په خوله کې نرم نسجونه زیانمن نشي. ښې پایلې به هغه مهال تر لاسه شي چې لږ تر لږه مسواک د پنځو دقیقو لپاره وکارول شي.
دوه قسمه د مسواک نیونه شتون لري: د قلم په شان نیونه( درې ګوتې) د ورغوي نیونه(پنځې ګوتې). په دواړو حالتونو کې موخه دا ده چې د مسواک خوځونه تر کنترول لاندې او په ارامه وي.
کله باید مسواک وکارول شي:
په عمومي توګه مسواک باید په ورځ کې پنځه وخته وکارول شي. د هر لمانځه نه مخکې. که څه هم د دې وړاندیز کیدای شي چې هر وخت چې ممکن وي مسواک وکارول شي.
د مسواک د کارونې ګډې غلطۍ:
۱. د مسواک څوکه یا خو ډیره ډبله او یا ډیر نری وي.
۲. د مسواک نیول په خوله کې کله چې کار نه ترې اخلو.
۳. هره ورځ د مسواک د څوکې نه پرې کوونه.
۴. د دې له یاده ویستنه چې غاښ پنځه مخونه لري(داخلي، بهرني، دواړه غاړې، د چیچنې یا د ژوولو مخونه) او یوازې د مسواک کارونه د دې لپاره چې د غاښونه داخلي او بهرني مخونه پاک شي.
پای
ژباړه: احمد خالد حکیمی
1 comment:
Majno'n nay sheher chora tou sehra bhi chor dy.
Nizary ki havas hy to laila bhi chor dy.
Waiz kamal-e-tark sy milti hy ya'n murad.
Dunia jo chor di hy to uqba bhi chor dy.
Taqleed ki ravish sy to behtar hy khudkushi
rasta bhi dhond khizar ka, soda bhi chor dy
Post a Comment